زيات شمېر افغانان په ساړه ژمي کې برېښنا نه لري

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو تر رهبرۍ لاندې د برېښناشرکت وایي اوس مهال په ټول افغانستان کې ۱۳۶۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا شته، خو دوی په کور دننه او وارداتي سرچینو څخه یوازې ۹۶۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کوي، چې نږدې له ۷۰ سلنې څخه یې په څلورو سترو ولايتونو کې ګټه اخيستل کېږي.

بلخوا بيا کابل ښاریان د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي او وایي چې په ۴۸ ساعتونو کې یوازې یو ساعت برېښنا لري، خو د برېښنا شرکت وایي، دوی د کابل د اړټیا وړ یوازې ۳۰ سلنه برېښنا چمتو کولای شي.

 هېواد کې د برېښنا د نشتوالي ستونزه تر کابله ور ها خوا په ګڼو ولایتونو کې هم ورځنی ژوند ټکنی کړی، چې له کبله یې تولیدي کارخونې له فعالیته غورځيدلي دي.

د برېښنا د برخې کارپوهان وایي اوسني چارواکي د برېښنا د اړتیا پوره کولو لپاره باید په بېلابېلو سیمو کې طبعي زېرمو ته په کتو کوچنۍ، متوسطې او لویې د برېښنا د تولید فابریکې جوړې کړي.

Back to top button