Trending

د پخوانيو افغان پوځيانو لپاره د خطر يو بل زنګ

پنجره ورځپاڼه: واشنګټن اګزماینر په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالب مشران د خپلو دښمنانو د وژنې لپاره په يوه نوي ليست کار پيل کړی.

د واشنګټن ايګزماينر په تازه راپور کې راغلي چې طالب مشران په پټه د خپلو پاتې دښمنانو د وژلو د لیست په جوړولو لګيا دي.

سرچينه وايي، چې په دې ليست اکثره د تېر جمهوری نظام افغان پوځيان شامل دي او دا پروسه یې د کلي او بانډو د مشرانو په مرسته پیل کړې ده.

بلخوا د محمد اشرف غني تر رهبرۍ لاندې د مخکيني وسله‌وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواري امریکا غږ شبکې ته ویلي، سره له دې چې طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې ده،‌ خو د خپلې واکمنۍ په تېرو ۱۷ میاشتو کې يې د مخکيني وسله‌وال پوځ ۲۴۰۰ سرتېري وژلي دي. طالبانو بيا د واشنګټن ايګزماينر د دې راپور په اړه څه نه دي ويلي.

Back to top button