د کلال قالب

د کلال قالب

ليکوال: ډاکټر احسان الله درمل

نقد او کره کتنه د ژوند د هرې برخې د اصلاح او پرمختگ لپاره حیاتي ارزښت لري. په کومه ټولنه کې چې د نقد او کره کتنې په وړاندې حساسیت زیات وي، پرمختگ او اصلاح یې پڅ روان وي. ادبي کره کتنه شهکارونه را منځته کولای او معرفي کولای شي؛ علمي او ساینسي کره کتنه او ډیالوگ د نویو نظریو او نویو علمي لارو پیدا کېدو ته لارې هواروي او دیني مصلحان او کره کتونکي ټولنه د دین او مقدساتو په نامه له اوهامو او خرافاتو څخه ساتي. د کره کتنې یوه لویه برخه فرهنگي یا کلتوري کره کتنه ده، چې انسانان په کې د یوې ټولنې فرهنگ او کلتور د یوه اثر په توگه تر کره کتنې لاندې نیسي او د ونې په څېر یې اضافه او ناکاره څانگې اره کوي. مثالونه گڼ دي، خو تاسې چې د نړۍ په تاریخ کې د هر ملت اوسني فرهنگي، ادبي، اقتصادي، مذهبي او علمي پرمختگونه گورئ، تر شا به یې د دې برخو د کره کتونکیو لاس وي. که سقراط، اپلاتون او ارسطو د پخواني یونان فرهنگي، فکري او ادبي چاپېریال نه وای نقد کړی، لا به هم د زړونو او ذهنونو کعبې له پخوانیو خدایگوټو ډکې وې؛ که د مارتین په څېر مذهبي کره کتونکی نه وای، کلیسا به اوس هم د جنت سرټیفیکټونه پلورلای؛ که والټېیر، روسو، هوگو، برونو، گالیلو، بیکن او سلگونه نور ساینسي، فرهنگي، ادبي او فلسفي کره کتونکي نه وای، څه فکر کوئ چې وضعیت به دغسې وای، لکه دی چې؟ که موږ خوشحال نه لرلای، اوس به مو هم د روښانیانو نثر او نظم شهکارونه گڼلای او….

له بلې خوا فرهنگ د یوه لوی اټوموسفیر او نامریي چاپېریال غوندې دی، چې د انساني ټولنې ټول کړه وړه یې تر اغېز لاندې دي. فرهنگ د یوې سترې کارخانې غوندې دی، چې تولید یې ځانگړې او یو له بله متقاوتې بشري کتلې یا ټولنې دي. فرهنگونه د قالبونو غوندې دي، چې د انساني ټولنو افکارو او عاداتو ته قالبي او مشخصه بڼه ورکوي. که قالب منظم وي، منظم انسانان تولیدوي او که غیرمنظم وي، تولید یې هم نامنظم وي. که قالب مربع ډوله وي، تولید یې مربع او که مستطیل ډوله وي، تولید یې مستطیل ډوله دی. دغه قالب که د وخت او زمانې له تقاضو سره سم انسانان تولیدوي؛ دغه تولید شوي انسانان که په خپل منځ کې له یو بل سره او د نورو فرهنگونو په قالبونو کې له تولید شویو بشري کتلو سره په مینه او سوکالۍ کې وخت تېرولای شي، بېشکه چې قالب (فرهنگ) سم دی او باید د یوه ارزښت په څېر وساتل شي. خو که د زمانې تقاضې بدلې وي؛ شاوخوا ټول قالبونه اپډېټ او بدل شوي وي او زموږ قالب او تولید لا هم پخوانی وي، نو د قالب په بدلېدو او اصلاح کېدو فکر پکار دی. قالب ارزښت نه دی، مقدس نه دی او معبود نه دی، چې نه دې په کې خبره کېدای شي او نه دې یې اصلاح ممکنه وي. لاندې بېلگه یوازې د خبرې د اسانولو لپاره لیکم:

فرضاً پنځوس کاله وړاندې یو څوک په کلي کې اوسېده؛ خلکو په کورونو کې پاکې اوبه نه لرلې؛ ښځو په منگیو کې له گودرونو اوبه را وړې؛ دې کلیوال ته فکر پیدا شو، چې کلالي زده کړي او داسې فرضاً کړئ چې د منگیو د جوړولو لپاره یې یو قالب هم جوړ کړ. سړي په قالب کې هره ورځ لس شل منگي جوړول؛ منگي یې خرڅېدل او منگیو هم د خلکو په ژوند کې نقش درلود. خو دېرش کاله وروسته، خلک بدل شول؛ کلی ښار شو؛ هر کور ته پاکې اوبه راغلې؛ گودرونه وران شول؛ د منگیو نقش ختم شو او هغه نجونې چې په منگیو کې یې اوبه راوړې اوس ښځې دي او غواړي چې لوڼه یې پوهنتون ووایي …. اوس نو دوه صورتونه په پام کې ونېسئ:

اول دا چې کلال ماما لا هم د منگیو جوړولو په قالب مین دی؛ هره ورځ بلاناغه لس، شل منگي جوړوي؛ دا منگي هیڅوک نه اخلي خو هره ورځ یو څو له یو بل سره په ټکر کې مات شوي وي؛ کلال خپل زامن او اولادونه بل کار ته نه پرېږدي، ځکه چې منگي جوړول، د منگیو قالب او کلالي د کلال لپاره داسې یو بت دی، چې باید مات نه شي. که څوک کلال ته د قالب په اړه څه ووایي بده هم پرې لگېږي او سر پرې ماتوي…

دوهم دا چې کلال له ځان سره فکر کوي؛ شاوخوا گوري؛ د خلکو اړتیاوې، ذوق او زمانه سنجوي؛ د منگیو قالب پاس په تاخچه کې ږدي او د نویو او ښکلیو گیلاسونو او د څښاک د نورو لوښیو قالبونه جوړوي. د ده نوي لوښي خاورین دي؛ خو ډېزاین او شکلونه یې داسې دي چې خلک یې په مینه اخلي. ځکه یې اخلي چې هم د خاورینو منگیو یاد تازه کوي او هم د نوې زمانې اړتیاوې.

په دې بېلگه کې کلال د ټولنې هغه کتله وگړي وبولئ، چې فرهنگ جوړوي؛ د منگیو قالب فرهنگ دی، چې مشخص ډول منگي په کې جوړېږي؛ منگي صرف د پوهېدا لپاره هغه انسانان وگڼئ چې د دې فرهنگ ټیپیکل نمونې وي؛ کلی نړۍ وگڼئ او د قالبونو بدلول د فرهنگي اصلاح او د فرهنگ د بدلولولو یوه بېلگه وگڼئ.

که تاسې ته داسې ښکاري چې کلال په اول صورت کې په حقه دی، بیا تاسې هم په حقه یاست، چې خپل فرهنگ درته د نړۍ تر ټولو ښکلی، منلی، مقدس، له وخت سره برابر او د انساني ارزښتونو مدافع ښکاري. خو که فکر کوئ چې دوهم صورت هم د کلال او هم د هغه د اولادونو په خیر دی، نو پرېږدئ، چې خلک د قالب په اړه وغږېږي؛ د تولید په اړه یې بحث وکړي، د اړتیا په اړه یې پوښتنې را پورته کړي او تاسو ته ووایي، چې په دې قالب کې تولید شوي منگي د خلکو د تندې علاج کولای شي، که خپله هم وچه خوله پراته دي او هر ورځ له یو بل سره په ټکر کې ماتېږي.

خبره د کره کتنې وه. کره کتنه په هیڅ صورت له گټې خالي نه ده. کره کتونکی ممکن سم وي، ممکن غلط. که سم وي، تر کره کتنې لاندې پدېده به اصلاح شي او که ناسم وي په خپله به سم شي.

د نقد په وړاندې د حساسیت د توجیه کولو لپاره ځینې خلک د نقاد د نیت خبره کوي. دا هم سم دلیل نه دی. اول خو دا چې د نیت د معلومولو لپاره د ترمامیتر یا فشار آلې په څېر کومه آله نه لرو، چې ښه یا بد یې معلوم کړو او دوهم دا چې حتی که یو څوک ما له بدنیتۍ هم نقدوي، ولې خپه شم؟ که یې نقد سم وي، کور یې ودان. که ناسم وي، خلک خو واښه نه خوري چې د ده نقد به گوري او ما به نه گوري.

 کره کتنه هنداره ده؛ که څوک د خپل مخ او خپلې څېرې له اصلاح سره مینه لري، هندارې نه ماتوي. د ښکلیو خلکو په کورونو کې هندارې ډېرې وي او آن په جېبونو کې یې هم گرځوي. خو د معتاد په جېب کې ممکن هنداره او ږمنځ و نه مومئ، ځکه چې هغه غواړي له حقیقته تېښته وکړي او له واقعي نړۍ څخه د نشې په وزرو وا لوځي.

Back to top button