سعودي عربستان، افغانستان کې د خوړو توکو د مرستو لړۍ پیل کړه

پنجره ورځپاڼه: د اسلامي همکاریو سازمان وایي، چې افغانستان سره یې د درې میلیونه امريکايي ډالرو په ارزښت د خوړو توکو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

د دغه سازمان په يوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا مرسته د سعودي د بادشاه سلمان بن عبدالعزیز د ټولنې له لوري شوې او دوی به يې په خپله افغانستان کې په اړمنو کورنيو وويشي.

 دغه سازمان کاږي، چې دا مرسته به په ۲۵ ولایتونو کې پر شاوخوا ۴۷ زره کورنیو وویشل شي او ۲۸۲ زره کسان به ترې ګټه واخلي.

بلخوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تېره شپه ناوخته په خپل ټویټر کې لیکلي چې، د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان استازي دکتور محمد سعید آل عیاش د دغه وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي سره وليدل.

نوموړي همداراز افغانستان ته د اسلامي نړۍ د علماوو او بشري مرستو رسونې په برخه کې د تخنیکي غړو د راتګ خبر هم ورکړی او ویلي یې دي، چې د دغه سازمان له لوري د درې میلیونه ډالرو مرستو د وېش بهیر پیل شوی، خو دې سرچینې په دې تړاو نور جزییات نه دي خپاره کړي.

Back to top button