سرپل او جوزجان ولايتونو کې سړې هوا د لسګونه کسانو ژوند اخيستی

پنجره ورځپاڼه:‌ د سرپل او جوزجان ولایتونو ځايي رسنۍ په دغو دواړو ولایتونو کې د تېرو څلرويشتو ساعتونو راهيسي د سړې هوا له امله د مړینو د زیاتوالي خبر ورکوي.

د جوزجان ځايي رسنۍ وايي، چې په دغه ولایت کې د زياتې سړې هوا له امله د پنځو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون ۱۸ کسانو خپل ژوند بايللی دی.

د سرچينو د معلوماتو له مخې څلور نارینه، درې ماشومان او يوه ښځه د جوزجان په خُماب او همدارنګه درې نارینه او دوه ښځې په خانقاه او درې نارینه، دوه ښځې او یو ماشوم په اقچه ولسوالۍ کې مړه شوي دي.

په ورته وخت کې د سرپل کې ځايي رسنۍ هم په دې ولایت کې د څلورو کسانو د مړينې خبر ورکوي. د سرچینې په وینا، دوه نارینه او دوه ښځې په صیاد او سانچارک ولسوالیو کې د سختې سړې هوا په پایله کې يې ژوند بايللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم سختې سړې هوا د سرپل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۷ تنو ژوند اخیستی وو.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې سختې سړې هوا د هېواد په بېلابېلو سيمو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

Back to top button