Trending

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر او معاون یې د يوې الوتکې د سقوط په پايله کې مړه شوي

پنجره ورځپاڼه: بهرنيو رسنيو خبر ورکړی، چې د اوکراین د کورنیو چارو وزیر «دنیس موناستیرسکي» او مرستیال يې د يوې څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې وژل شوي دي.

سي ان ان راپور ورکړی، چې دغه الوتکه نن چهارشنبه د جنوري په ۱۸مه د اوکراین برواري ښار کې يوه وړکتون ته نږدې نسکوره شوې ده.

راپورونه زياتوي، چې په دې الوتکه کې د اوکراین د کورنیو چارو وزیر په ګډون ۹ تنه سپرلۍ وژل شوې ده.

سرچينو همداراز ويلي، چې د ۱۰ ماشومانو په ګډون ۲۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

 د پلازمېنې کییف د نظامي ادارې رئيس اولکسي کولبا رسنيو ته ويلي، چې دا اولوتکه يوه وړکتون ته نږدې نسکوره شوې، خو د نسکورېدو لامل يې نه دی په ګوته کړی.

د اوکراین او روسیې د روانې جګړې په بهير کې د اوکراین د کابينې دا لومړی کس دی، چې د دغې جګړې پر مهال وژل کېږي.

Back to top button