د ملګرو ملتونو يو لوړپوړی پلاوی د ښځو حقونو د ملاتړ په موخه کابل ته راغلی

هاجره زاخېلوال

پنجره ورځپاڼه: يوناما يا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر، کابل ته د دغه سازمان د یو لوړ پوړي پلاوي د راتګ خبر ورکوي.

د يوناما‌ له لوري پنجره ورځپاڼې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امينه محمد، د ملګرو ملتونو د ښځو چارو د دفتر مسوولې، سيما باهوس او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، خالد خياري د سولې او سولې د چارو په برخه کې کابل ته د ملګرو ملتونو په دغه راغلي پلاوي کې شامل دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د دغه لوړ پوړي پلاوي د راتګ موخه د ښځو او نجونو د حقونو، سوله‌ییزې همغږۍ او دوامداره پرمختګ ته وده ورکول دي.

د یوناما په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې دغه پلاوي د خلیج، اروپا او اسیا له هېوادونو سره په افغانستان کې د ننګونو په اړه د لوړ پوړو سلا مشورو لړۍ پیل کړې او اوس یې یو شمېر ګاونډیان، د فارس خلیج او له هغه هاخوا هېوادونه تر پوښښ لاندې راوستي دي.

د دغه پلاوي مشري د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله «امنه محمدي» کوي او دوی د اسلامي کنفرانس د سازمان له مشرتابه، د اسلامي پراختیايي بانک، په انقره او اسلام اباد کې د افغان ښځو له ډلو سره کتلي او په دوحه کې یې له میشتو سفیرانو/ ځانګړو استازو سره د یوې تلپاتې حل لارې موندلو لپاره د مرستو په دوام ټینګار کړی دی.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د یوناما مرستیال مارکس پوتزل له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي و چې نړۍ باید د طالبانو پر وړاندې د یووالي چلند څرګند کړي.

د ملګرو ملتونو پلاوي د دغه سازمان له همکارانو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره د یوې واحدې نړۍوالې طرحې پر وړاندې کولو ټینګار کړی دی.

د يادونې وړ ده چې د ښځو د حقونو تأمین او له جنسیتي تبعیض پرته ټولنه د ملګرو ملتونو د پلاوي د ټینګار اصلي ټکي دي او په همدې موخه به د طالبانو له چارواکو سره خبرې او بحثونه ولري.

Back to top button