د پاملرنې نړۍوال سازمان افغانستان کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړل

پنجره ورځپاڼه: په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې نړۍوال ادارې يا سېف ډ چېلډرن وروسته د پاملرنې نړۍوال سازمان دويم بنسټ شو، چې په خپلو ادارو کې یې د ښځو د کار له بندیزونو سربیره خپل فعاليتونه بيا پيل کړل.

د پاملرنې مؤسسې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د نږدې يوې نيمې میاشتني ځنډ وروسته تېره ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې په افغانستان کې یې د ښځینه کارمندانو سره یو ځای د روغتيا او تغذيې په برخو کې بيا فعالیتونه پیل کړي دي.

د دغه سازمان په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو د روغتیا وزارت اجازه ورکړې، څو په افغانستان کې د ښځینه کارکوونکو په موجوديت کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.

ياد سازمان ويلي، چې ښځینه کارکونکې د دوی یوه مهمه برخه ده او له هغوی پرته اساسي ځواب نه‌ شي ورکولای.

تر دې وړاندې دغه سازمان په افغانستان کې طالبانو د هغې پرېکړې په غبرګون کې چې په کورنیو او بهرنیو غیردولتي بنسټونو کې یې د ښځو پر کار بندیز لګولی و، خپل فعالیتونه درولي و.

تېره ورځ د ماشومانو د ژغورنې نړۍوالې ادارې يا سیف د چلډرن هم له ښځینه کارمندانو سره یو ځای خپل فعالیتونه بیا پیل کړل او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې ويلي، چې طالبانو دوی ته دوی ته ډاډ ورکړی، څو د تغذیې، زده‌کړې او روغتیا برخو کې یې ښځینه کارکوونکي کار وکړي.

Back to top button