غرب له اوکراین سره د درنو پوځي تجهیزاتو د مرستې خبر ورکوي

پنجره ورځپاڼه: د ناټو عمومي سرمنشي ينس سټولټنبرګ په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې ناټو غړي هېوادونه به نږدې راتلونکي کې له اوکراین سره د درنو پوځي تجهیزاتو او وسلو مرستې وکړي.

 ستولټنبرګ په یوې ټلويزيوني مرکه کې ویلي، چې له اوکراین سره د درنو پوځي تجهیزاتو مرسته مهمه ده او ده هيله څرګنده کړې، چې دغه مرستې په نږدې راتلونکې کې وشي.

بلخوا ټاکل شوې چې د ناټو غړيو هېوادونو د دفاع وزیران راروانه جمعه له اوکراین سره د پوځي مرستو په اړه یوه غونډه ونيسي، چې جرمني به د دغې غونډې کوربتوب کوي.

 په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي تېره شپه په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي چې په دنیپرو ښار کې د هستوګنۍ پر یوې ودانۍ د روسیې د راکټي برید د قربانیانو شمېر۲۵ ته رسېدلی.

Back to top button