د اسلامي همکاريو سازمان يو بل پلاوی کابل ته راځي

پنجره ورځپاڼه: د اسلامي همکاريو سازمان يو بل پلاوی طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته راځي. د دغه سازمان مشر حسين ابراهيم طه ويلي، چې د دوی پلاوی به د ښځو د زده‌کړو او کار په تړاو له طالبانو سره خبرې او بحثونه وکړي.

نوموړي ويلي، چې پلاوی به یې پر ځينو نورو مسايلو هم د طالبانو له مشرانو سره بحث وکړي خو ډير تمرکز به یې د ښځو پر اساسي او بشري حقونو لکه زده کړو، کار، ټولنيز عدالت او له محروميتونو د افغان مېرمنو پر ژغورلو وي.

 د يادونې وړ ده چې د اسلامي همکاريو سازمان تر دې وړاندې هم له افغان مېرمنو سره د طالبانو چلند له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې بلل و او د مېرمنو پر زده‌کړو او کار یې د لګول شويو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.

Back to top button