برېټانیا، اوکراین ته چلېنجر ټانګونه ورکوي

پنجره ورځپاڼه: د بريټانيا رسنۍ د خپل حکومت له قوله خبر ورکوي، چې هېواد يې له اوکراین سره د نویو پرمختللو ټانګونو او توپچي سیسټم د ورکړې ژمنه کړې ده.

سرچينې د برېټانیا لومړي وزیر رشي سوناک له قوله ویلي، چې تېره ورځ يې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلینسکي سره په ټلیفوني خبرو کې ژمنه کړې، چې هېواد به یې ډېر ژر کیف ته چېلنجر ټانکونه او نور پرمختللي توپچي سیسټمونه ورکړي.

 که څه هم رسنیو د رشي سوناک د دغو جنګي ټانګونو دقيق شمېر نه دی ښودلی، خو ځينو نورو بهرنيو بيا رسنیو راپورونه ورکړي، چې بریټانیا به له اوکراین سره د ۱۲ چېلنجر دوو ټانګونو مرسته وکړي.

 د رسنیو د معلوماتو له مخې، له دې ډلې څخه به څلور ټانکونه ژر تر ژره اوکراین ته ولېږدول شي او پاتې اته نور به وروسته ورکړل شي.

Back to top button