د بشري حقونو د څار اداره: له افغان ښځو ټول اساسي حقونه اخيستل شوي

پنجره ورځپاڼه: د بشر حقونو د څار سازمان په خپل کلني راپور چې تېره ورځ يې خپور کړی ویلي طالبانو واک تر رسېدو وروسته په لويه کچه په ښځو او نجونو داسې قوانین او تګلارې لګولي، چې له مخې یې د هغوی ټول اساسي حقونه ترې اخیستل شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي، د طالبانو حکومت له لوري د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او د دې ترڅنګ د اسلامي دولت نومې ډلې داعش جنايتونه هم سترې کچې ته رسېدلي دي. همداراز ياد سازمان په ځانګړي ډول د ښځو هغو سوله ییزو لاریونونو ته هم اشاره کړې چې د طالبانو لخوا ځپل شوي دي.

د راپور په بيان کې راغلي، دا چې له یوه پلوه په افغانستان کې اقتصادي او انساني ناورین زور اخیستی، بشري حقونو ته د طالبانو ښکاره بې پامي، ددې لامل شوې افغانستان نور هم د نړۍوالو له لوري څنډې ته شي.

د بشري حقونو څار نړۍوال سازمان راپور کاږي، طالب چارواکو د تېر ۲۰۲۲ م کال په مارچ میاشت کې له خپلې هغې ژمنې په شا شول چې له شپږم پورته د نجونو ښوونځي به پرانیزي، خو برعکس طالبانو په ډسمبر میاشت کې ان د پوهنتونونو دروازې هم د هغوی په مخ وتړلې.

په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته نه يوازې د ښځو او نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې بندې شوې، بلکې دوی اوس په غيردولتي مؤسسو کې د ښځو پر دندو هم بندیز لګولی، چې په کور دننه او بهر يې توند غبرګونونه راپارولي دي.

Back to top button