د ترکیې ولسمشر اردوغان په طالبانو نيوکه کړې

پنجره ورځپاڼه: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان رسنيو ته په يوې تازه بيان کې په طا-لبانو باندې نیوکه کړې، چې ګواکې دوی په خپل هېواد کې ښځينه زدکوونکې له زده‌کړو منع کړې دي.

دغه راز اردوغان ویلي، چې په افغانستان کې د حجاب د مراعاتولو سربېره بیا هم نجونې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې زده‌کړو ته نه پرېښودل کېږي او کړنه یې کړنه يې د طالبانو له لوري د زده‌کړو خلاف عمل بللی دی.

 د ترکیې ولسمشر په خپل بيان کې ټينګار کړی او ویلي یې دي چې افغان نجونې باید زده‌کړو ته پرېښودل شي او په وينا يې دا دوی حق دی، چې هیڅوک یې بايد ترې وانخلي.

Back to top button