Trending

افغان کرېکټ بورډ: د استراليا کرېکټ بورډ وروستۍ پرېکړه غيرعادلانه ده

پنجره ورځپاڼه: افغان کرېکټ بورډ د يوې تازه خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د اسټرالیا کرېکټ بورډ له لوري افغان ملي لوبډلې سره د لوبو لغوه کولو پرېکړه غیرعادلانه، له وخت وړاندې او اندېښمنونکې ده.

د کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې راتلونکو لوبو په اړه د اسټرالیا کرېکټ بورډ سره تفاهم شوی ؤ، او افغانستان د کوربه هېواد په توګه ورته خپل ټول چمتووالی نیولی ؤ.

کرېکټ بورډ همداراز ویلي، چې دا پرېکړه سیاسي، غیرمنطقي، له وخت وړاندې او د افغانستان له یوه ستر او کرېکټ سره مینه درلودونکي ملت سره لويه جفا ده.

دغه راز افغان کرېکټ بورډ دا خبرداری هم ورکړی، چې د اسټرالیا په بېګ باش سوداګریزو سیالیو کې د افغان لوبغاړو پر ګډون به له سره غور وکړي.

اسټرالیا، پر ښځو د طالبانو د بندیزونو غبرګون کې هغه لوبې لغوه کړې چې ټاکلې وه په راتلونکې مارچ میاشت کې د افغان او اسټرلیا کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

Back to top button