د اسلامي همکاریو سازمان پر افغان نجونو او ښځو د بندیزونو په اړه بېړنۍ ناسته کړې

پنجره ورځپاڼه: د اسلامي همکاریو سازمان، د طالبانو له لوري پر افغان نجونو او ښځو د لګول شويو بندیزونو په تړاو سعودي عربستان کې بېړنۍ او ځانګړې ناسته کړې ده.

دغه سازمان، افغانستان کې د نجونو او ښځو زده‌کړې او کار بندیزونه د خواشینۍ وړ او له اسلامي ارزښتونو سرغړونه څخه بللې ده. د اسلامي همکاریو سازمان ويلي، چې ښوونه او روزنه د یو بنسټیز بشري حق دی او ټول انسانان باید په مساوي او ناتبعیضه توګه ورته لاسرسی ولري.

ياد سازمان له طالبانو غوښتي چې د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو سازمان منشورونو اصولو او اهدافو ته غاړه کېږدي، او د نړۍوالو میثاقونو او تړونونو په ځانګړي ډول د نړۍوالو بشري حقونو له مخې دې خپل مکلفیتونه د ښځو، ماشومانو، ځوانان او بوډاګانو پر وړاندې مرعات کړي.

د افغانستان پر اړه د دغه بېړنۍ ناستې غړو هېوادونو پر طالبانو يو وار بيا غږ کړی چې ښځو او نجونو ته اجازه ورکړي، څو خپل حقونه وکاروي او د هغو حقونو او مسؤلیتونو سره سم چې د اسلام او بشري حقونو نړۍوال قانون لخوا وړکړل شوي د افغان ټولنې په ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي.

د اسلامي همکاریو سازمان کورني او بهرني نادولتي موسسې هڅولي چې افغانستان کې د شته ستونزو سره سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

Back to top button