نړۍوال بانک: نړۍ اقتصادي رکود ته نږدې شوې ده

پنجره ورځپاڼه: نړۍوال بانک په خپل کلني راپور کې خبرداری ورکړی چې د نړۍ اقتصاد به په نوي میلادي کال کې په خطرناک ډول اقتصادي رکود ته نږدې شي.

دغه بانک ویلي، چې روان ۲۰۲۳ ميلادي کال کې به ټوله نړۍ په ځانګړې توګه په لويو اقتصادي هېوادونو کې اقتصادي وده کمزورې وي.

ياد بانک په غربت ځپليو هېوادونو کې اقتصادي او پراختیایي پروژو لپاره پورونه برابروي، په خپل کلني راپور کې اټکل کړی، چې په روان میلادي کال کې به اقتصادي وده کابو ۵۰ سلنه ټيټه شي.

نړۍوال بانک تر دې وړاندې هم اټکل کړی و، چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې به د نړۍ اقتصادي وده درې سلنه وي خو اوس اټکل شوی چې دا شمېر ۱.۷ ته راکم شوی دی.

د اقتصادي شنونکي بيا وايي، که چېرې د نړۍوال بانک دا اټکل سم ثابت شي، نو د ۲۰۰۸ میلادي کال د اقتصادي کړکیچ او بیا د کویډ نولس له امله د اقتصادي ناورین وروسته به دا د نړۍ دریمه کمزورې کلنۍ اقتصادي وده وي.

Back to top button