جرمني: افغان ښځینه محصلینو ته ۵ زره تحصیلي بورسونه ورکوو

پنجره ورځپاڼه: د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ۵۰۰۰ زره افغان ښځينه محصلينو ته بورسونه ورکوي.

جرمني ويلي، هغه ۵۰۰۰ افغان ښځې چې بنګله‌دېش، قرغېزستان او پاکستان ته تللي، د تعلیم برخه کې دغو هېوادونو کې دوی ته د تحصيل زمینه برابروي.

د معلوماتو له مخې، دا پروګرام شاوخوا اوه میلیونه یورو لګښت لري چې د جرمني حکومت یې ورکوي. د آلمان د پروګرام له مخې، بنګله‌دېش کې د لیسانس بورسیې د چیټګنګ ښار د ښځو اسیايي پوهنتون ته ورکوي.

همداراز په قرغېزستان کې د بېشکېک ښار د مرکزي اسیا امریکايي پوهنتون ښځینه محصلانو سره د دو کلونو لپاره مالي ملاتړ کېږي او پاکستان کې د څلورو کلونو لېسانس او دوه کاله ماسټرۍ لپاره معمولاً له افغان کډوالو ښځو سره د بورسیو مرسته کېږي.

دا بورسیې به د جرمني حکومت د همکارو سازمانونو لکه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د ښځو لپاره د اسیايي پوهنتون او د مرکزي اسیا امریکايي پوهنتون له لوري ورکول کېږي.

Back to top button