د افغانستان بانک سبا ۱۷ میلیونه ډالره لیلام ته وړاندې کوي

پنجره ورځپاڼه:‌ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د افغانیو ثبات او ارزښت ساتنې په موخه سبا چهارشنبه ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

دې بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتي، چې په دې داوطلبۍ کې ورسره ګډون وکړي.

ياد بانک زياته کړې، چې د دې داوطلبۍ ګټونکي باید د‌ سبا ورځې تر پايه خپل ټول بانکي حسابونه تصفیه کړي.

دغه بانک ليکي، چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

د افغانستان بانک تر دې وړاندې هم د افغانیو ارزښت ساتنې او ثبات په موخه میلیونونه ډالر د لیلام په توګه ته‌ وړاندې کړي دي.

Back to top button