يوناما: افغانستان ته د نغدو پیسو د لېږد بهير به دوام لري

پنجره ورځپاڼه: يوناما يا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي، دغه سازمان نغدې پیسې د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې افغانستان ته استوي، چې افغانستان کې لومړی د بشردوستانه حیاتي مرستو لپاره د میلیونونه اړمنو خلکو لاسنیوي کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

یوناما زياته کړې، افغانستان ته د ملګرو ملتونو پر مټ د نغدو پیسو استولو اصلي لامل دا دی چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې کله چې ط البان افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل له نړیوالو بانکونو او افغانستان ته د پیسو د لېږد سیستم کې ستونزه رامنځ ته شوه.

دغه نغدي مرستې تر ډېره د ملګرو ملتونو له لارې یوه خصوصي بانک ته سپارل شوې او له هماغه ځایه یې ملګري ملتونه لګوي.

د یوناما په خبره، دا نغدي مرستې هېڅکله د افغانستان مرکزي بانک یا د ا.ا چارواکو په واک کې نه دي ورکړل شوې. ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې له ۲۵ میلیون اړمنو افغانانو سره دغه مرستې ددغه سازمان د اړوندو ادارو له لارې لګول کېږي.

Back to top button