د ناروې د کډوالو شورا رئيس: د‌ ښځو دندو ځنډول به افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

پنجره ورځپاڼه: د ناروې د کډوالو شورا رئيس یان اګلنډ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال په دغه هېواد کې د غيردولتي مؤسسو څخه د ښځينه کارکوونکو  د راګرځولو په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

هغه په افغانستان کې په دې وروستيو کې د طالبانو له لوري د کورنیو او بهرنیو غیردولتي مؤسسو د ښځينه کارکوونکو د دندو پرېکړې ته په اشارې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د دې وضعیت په دوام سره به شپږم مېلیونه کسان له لوږې سره مخ شي. شپږ سوه زره ماشومان به له زده‌کړو بې‌برخې او تر څنګ به یې ۱۳٫۵ میلیونه افغانان د څښاک اوبو او ۱۴٫۱ میلیون به د خوندیتوب خدماتو ته لاسرسی ونه‌ لري.

د ناروې د کډوالو شورا رئيس همداراز ویلي، چې د ښځو دندې ځنډولو په دوام کې به پاکو اوبو ته د ۱۳.۵ میلیون تنو لاسرسی پرې او ۱۴.۱ میلیون تنه به د خوندیتوب له خدماتو بې‌برخې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ناروې هېواد دغه چارواکي تېره ورځ د طالبانو له خوا د ښځو د کار له منع کولو وروسته د نارويژي مرستندویه بنسټونو د فلج کېدو خبر ورکړی و.

Back to top button