اسلام اباد کې افغان سفارت په کراچۍ بندر کې د هېواد سوداګرو د زرګونو موټرو د خلاصولو غوښتنه کړې

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو رهبرۍ لاندې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په يوې تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د پاکستان کراچۍ بندر کې د دغه هېواد پولیسو د افغان سوداګرو زرګونه موټر درولي او د هرې ورځې په تیرېدو ورته اقتصادي زیان رسیږي.

د یاد سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، دا مهال د افغان سوداګرو له اموالو څخه ډک زرګونه ګاډي د کراچۍ په بندر کې د نویو سختو شرایطو لګولو له کبله ولاړ دي او د هرې ورځې په تېریدو سره پرې ملا ماتوونکې مالیه لوړیږي چې د افغانستان اقتصاد او افغان سوداګرو لپاره لویه ننګونه ده.

بلخوا بيا د کراچۍ د ګمرک رئیس ویلي، چې د افغان سوداګرو موټر د پلازمېنې اسلام اباد په امر درول شوي او ژمنه یې کړې چې دغه ستونزه به له مرکزي چارواکو سره شریکه کړي.

تیره اونۍ د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي امريکا غږ رسنۍ ته ويلي و، چې د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو لپاره شرایط سخت شوي او پر مالونو يې څو برابره مالیه زیاته ده.

Back to top button