امريکا: ایران د روسیې او اوکراین جګړې ته لمن وهي

پنجره ورځپاڼه: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن یو ځل بیا پر ايران تور پورې کړی چې له دغه هېواد روسیې سره پوځي مرستې کوي.

هغه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې ایران روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکوي او په وينا یې دغه هېواد د اوکراین او روسیې ترمنځ روانې جګړې ته لمن وهي.

نوموړي دغه راز لیکلي چې امریکا د ایران د بې پیلوټه الوتکو او بالیستیک توغندیو په پروګرامونو کې پر ښکېلو اوو کسانو بندیز هم لګولی. امریکا تر دې وړاندې ویلي وو چې ایران او روسیه یو د بل قوي ملاتړي هېوادونه دي.

بلينکن یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره اوونۍ اوکراین د روسیې د ۴۵ ایراني ساخت الوتکو د را غورځېدو خبر هم ورکړی و. ایران بیا تر دې وړاندې له روسیې سره د مرستو خبرونه رد کړي دي.

Back to top button