د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د شدیدو اورښتونو اټکل شوی

پنجره ورځپاڼه: د هوا پېژندنې ادارې د خپره شوې خبرپاڼې له مخې، نن يکشنبه د مرغومي له ۱۷مې څخه تر سبا  ۱۸مې نېټې پورې په لوګر، خوست، پکتيا، پکتيکا، ميدان وردګ، غزني، باميان، غور، دايکندي، ارزګان، زابل، کندهار، هلمند، بدخشان او فراه ولايتونو کې د شدیدو اورښتونو اټکل شوی دی.

د دغې ادارې په خبره، د يادو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې د باران د ورېدو کچه له ۱۰ څخه تر ۲۵ ملي مترو او د واروې اندازه له ۱۰ نه تر ۳۵ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

Back to top button