يوناما: خپلو ټولو ښځينه کارکوونکو ته معاشونه ورکوو

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو له لوري د افغانستان په کورنيو او نړۍوالو غيردولتي مؤسسو کې پر ښځو د کار له بنديز وروسته د دغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ دفتر يا يوناما ويلي، چې دغه اداره  د خپلو ټولو ښځينه افغان کارکوونکو بستونه ساتي او د هغوی معاشونه هم ورکوي.

يوناما د خدماتو ښه وړاندې کولو برخه کې د ښځينه همکارانو رول اړين بللی او ويلي يې دي، دوی به د خپلو ټولو ښځينه کارکوونکو بستونه وساتي او پر ځایونو به يې نارينه کارکوونکي ونه نيول شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما دفتر دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې یوه اونۍ وړاندې طالبانو د يو فرمان په خپرولو سره د هېواد ټولو ملي او نړۍوالو غيردولتي مؤسسو کې د ښځينه کارکوونکو پر کار بنديز اعلان کړ، خو د افغان ښځو په تړاو د طالبانو دغه وروستيو پرېکړو په کور دننه او بهر د خلکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

Back to top button