د فرانسې او اوکراین ولسمشرانو ټيلفوني خبرې اترې کړي

پنجره ورځپاڼه: فرانسوي رسنۍ وايي، چې د هېواد ولسمشر يې ایمانویل مکرون وړمه ورځ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره شاوخوا يو ساعت ټلېفوني خبرې اترې کړې دي.

سرچينې د فرانسې ولسمشر د دفتر له قوله ليکي، مکرون خپل اوکرايني سیال زيلنسکي ته په ټلیفوني خبرو کې ډاډ ورکړی او ويلي يې دي، چې هېواد به یې له اوکراين سره نورې زياتې پوځي مرستې وکړي.

ايمانويل مکرون په دې‌ ټيلفوني مکالمه کې د اوکراین ولسمشر ته ژمنه ورکړې، چې د هېواد پوځ ته به یې سپک او پرمختللي ټانکونه وسپاري.

فرانسوي رسنيو د دواړو ولسمشرانو د ټيلفوني اړيکې وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ له قوله ويلي، دا لومړی ځل دی، چې فرانسه د اوکراین پوځ ته د لوېدیځو هیوادونو ډیزاین شوي ټانکونه ورکوي.

Back to top button