د پاکستان کورنیو چارو وزیر: افغان خاوره کې د ټي‌ټي‌پي پر پټنځايونو د بريدونو خبره ما نه ده کړې

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناوالله له خپلو هغو څرګندونو په شا شوی چې څو ورځې وړاندې يې اکسپرېس ټي وي سره په مرکه کې ويلي و، چې د اړتيا په صورت کې به افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي پر پټنځايونو بريدونه وکړي.

د پاکستانيو رسنیو د راپورونو پر اساس، نوموړي تېره ورځ اسلام اباد کې يوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ويلي، چې ما هېڅکله دا نه دي ويلي، څو افغانستان کې به هغه اهداف په نښه کړو چې پاکستان ته ګواښ پېښوي.

رانا ثناوالله کسپرېس ټي وي سره د یوې مرکې پر مهال ویلي و، د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ پاکستان حق لري، افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي‌ پټن‌ځایونو بريدونه وکړي.

رانا ثناوالله له يادې  ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ټينګار کړی و، که طالبان خپله خاوره کې د ټي‌ټي‌پي پټن‌ځایونه له‌منځه یو نه سي، پاکستان به پرې بريدونه وکړي.

بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دغو څرګندونو ته طالب چارواکو توند غبرګونونه ښودلي او د دفاع وزارت په يوې خبرپاڼه کې د نوموړي دغه څرګندونې بې بنسټه او پاروونکې بلل شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د دفاع وزارت دا هم ويلي و، چې افغانستان بې څښتنه نه دی او په وينا يې، د خپلې ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ څخه به دفاع کوي.

همداراز دغه وزارت له پاکستان غوښتنه کړې وه چې هره ستونزه او اندېښنه دې د خبرو له لارې هواره او له منځه يوسي.

Back to top button