امريکا: پاکستان حق لري، چې ترهګريزو بريدونو پر خلاف له ځانه دفاع وکړي

پنجره ورځپاڼه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نيډ‌ پرایس په يو خبري کنفرانس کې رسنيو ته د خبرو پر مهال ويلي، چې پاکستان حق لري، څو د ترهګریزو بریدونو پر خلاف له خپل ځان دفاع وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې وروسته له هغه کړي، چې د پاکستان د ملي امنيت شورا وويل، هیڅ هیواد دا حق نه لري، چې ترهګرو ته پناه ورکړي او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه وکړي.

پرایس د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، موږ د پاکستان د ملي امنیت شڅ له وروستۍ اعلامیې خبر یو، چې دوی څه ويلي. د هغه په وينا د پاکستان خلک له تروریستي بریدونو څخه ډیر ځوریدلي، نو پاکستان حق لري چې د ترهګرۍ پر خلاف له خپل ځان څخه دفاع وکړي.

همداراز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند له طالبانو غوښتي  غوښتي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په خپلو ژمنو ودریږي، خو د نوموړي په خبره چې تر اوسه پورې پر دغه ژمنو عمل نه دی شوی. تازه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله یو ځل بیا ادعا کړې چې ترهګر له افغانستان څخه راځي بریدونه کوي او بیا بېرته هلته تښتي او په دې تړاو يې کابل ته شواهد هم وړاندې کړي دي.

Back to top button