د روسیې دفاع وزارت منلې، چې د اوکراین بريد کې يې ۶۳ پوځيان وژل شوي

پنجره ورځپاڼه: د روسیې د دفاع وزارت تېره ورځ منلې، چې د دونېڅک په ماکیوکا ښار کې د دغه هېواد د پوځ پر یوه موقتي مرکز د اوکراین په برید کې لږ تر لږه ۶۳ روسي پوځیان وژل شوي دي. بلخوا اوکراین بيا ويلي، چې په دغه برید کې يې  ۴۰۰ روسي پوځیان وژلي دي.

دا په تېرو لسو مياشتو کې، چې روسيې پر اوکراین یرغل کړی، لومړی ځل دی څو، دغه هېواد په دومره لوړ کچه د خپلو پوځيانو وژل اعلانوي.

د روسیې د دفاع وزارت ويلي، ماکیوکا ښار کې د دوی پر پوځي مرکز شپږ توغندي چې قوي چاودېدونکو توکي يې لږدول، ویشتل شوي چې دوه يې خنثي او څلور یې په هدف لګېدلي دي.

سيمه کې يوه روسي چارواکي ويلي چې د اوکراین له لوري ويشتل شوي دغه توغندي په امريکا کې جوړ شوي.

نږدې يو کال وشو، چې روسیې په اوکراین بريد کړی او ډېرو خبرو اترو سره سره بيا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ روانه جګړه سړه نه شوه او په شدت دوام لري.

Back to top button