کندهار کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي

پنجره ورځپاڼه: کندهار کې ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

سرچينو د کندهار ولايت د طالبانو امنيتي مسؤلينو له قوله ویلي، چې دا پېښه تېره شپه په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د‌ طالبانو د سپین بولدک ولسوالۍ مطبوعاتي مسؤل، ملا محمد حقمل هم کورنیو رسنیو ته منلې چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا اووه‌نیمې بجې رامنځته شوې ده، خو  د دې پېښې د نورو عواملو په اړه يې بشپړ معلومات نه دي ورکړي.

بلخوا یو شمېر ځايي رسنيو ویلي، چې په دې پېښه کې دوو ښځو هم خپل ژوند بايللی دی.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې ډېرې شوي، چې ستر لاملونه یې د موټر چلوونکو له لوري بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول په ګوته کېږي.

د‌ يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د ټرافیکي پېښو له امله د نارینه‌وو په ګډون وخت ناوخت ښځې او ماشومان هم ستره قرباني ورکوي او خپل ژوند بايلي.

Back to top button