اوچا: له کار څخه د ښځو راګرځولو پرېکړه به د افغانانو لپاره ګواښوونکې پایلې ولري

پنجره ورځپاڼه: اوچا يا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، چې طالبانو له لوري د مرستندویه ښځینه کار کوونکو پر کار د بندیز پرېکړه به د ټول افغان ولس لپاره سمدستي ډېرې ګواښوونکي ځاني پایلې ولري.

اوچا دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره اونۍ طالبانو د اقتصاد وزارت په یو مکتوب کې افغان ښځې او نجونې په  ټولو کورنيو او بهرنیو غیردولتي مؤسسو کې له کار کولو منع کړې.

اوچا په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د طالبانو له لوري پر افغان ښځو دا بندیز داسې مهال لګول شوی چې څه باندې ۲۸ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري او دغه هیواد له قحطۍ، اقتصادي زوال، فقر او سخت ژمي سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې تر دې وړاندې هم ویلي و، چې په افغانستان کې د مرستندویه ښځینه کار کوونکو پر کار بندیز به په دغه هیواد کې د بشري مرستو بهیر ټکنی کړي.

Back to top button