رينا امیري افغان ښځو ته: زه ستاسې تر څنګ ولاړه يمه او له حقونو مو دفاع کوم

پنجره ورځپاڼه: د افغان ښځو او بشري حقونو  په برخه کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري ويلي، چې افغان ښځو او نجونو غږ اورم او په تر څنګ يې ولاړه يمه.

هغې افغان ښځو او نجونو ته په خطاب کې ويلي، چې  کار او زده‌کړو ته ستاسې د لاسرسي د ملاتړ لپاره به خپله ټوله هڅه وکړم، څو وکولای شئ د خپلو کورنيو اړتياوې تأمين کړئ او په مانا لرونکي ډول د يو سوله ييز او باثباته افغانستان لپاره خپله ونډه ولرئ.

د طالبانو له لوري وروستيو اقداماتو په اړه بېلابېلو هېوادونو، بنسټونو او فعالينو اندېښنه ښودلې او له طالبانو يې غوښتي، چې د افغان ښځو پر زده‌کړو او کار د نه توجيه وړ بنديزونه لرې کړي.

Back to top button