ينس سټولټنبرګ: غرب باید د اوکراین دوامداره ملاتړ وکړي

پنجره ورځپاڼه: د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ بي بي سي سره په خپلې تازه مرکه کې ويلي چې غربي هېوادونه بايد په دوامداره او اوږدمهال ډول د اوکراين ملاتړ وکړي.

هغه ويلي، چې که چیرې غرب له اوکراین اوږدمهاله ملاتړ وکړي، نو روسیه به خبرو ته مجبوره شي او په دې توګه به پر اوکراين خپل يرغل پای ته ورسوي.

سټولټنبرګ له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي چې جګړې ته د لا ډيرو سرتېرو په رابللو سره روسيه هڅه کوي، څو د اوکراين جګړه اوږده کړي.

د ناټو د عمومي منشي ينس سټولټنبرګ دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين د نوي کال په مناسبت خپلو خلکو ته وینا وکړه.

پوتين ويلي، چې د هېواد بشپړتيا یې له ګواښ سره مخ ده، له همدې کبله یې په اوکراين کې پر جګړې لاس پورې کړی دی. د ناټو عمومي منشي بيا زياتوي، چې د پوتين له څرګندونو ښکاري، څو هغه پر اوکراين د بريدونو يوه نوې څپه پيلوي، چې له کبله یې بايد غربي هېوادونه د اوکراين اوږدمهالي ملاتړ ته چمتووالی ونیسي.

Back to top button