د اوکراین ولسمشر ولس ته په بيان کې: د خپلو ځواکونو سره په څنګ کې ودرېږئ

پنجره ورځپاڼه: د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي پارلمان ته په خپله وروستۍ کلنۍ وینا کې له خپلو خلکو غوښتي، چې د خپل هېواد امنيتي ځواکونو سره په څنګ کې ودرېږئ او کلک ملاتړ يې وکړئ.

هغه همداراز ویلي،  چې د اوکراین د ملي بیرغ رنګ په نړۍ کې د خلکو لپاره د مقاومت او زړورتیا سمبول ګرځېدلی دی.

ويلاديمير زيلنسکي زياته کړې، چې پر هېواد يې د‌ روسيي يرغل له امله اوس د نړۍ خلک د اوکراین د زړورتیا او مقاومت ستاینه کوي.

د اوکراین په پارلمان ته د زلنسکي وروستۍ کلنۍ وینا د روسیې د هوايي بریدونو له امله نږدې تر یوه ساعت پورې ځنډېدلې وه. نوموړي دغه راز ویلي، چې اروپا او امریکا ور سره د اوکراین په بیا رغونه کې د مرستې ژمنه کړې ده.

پر اوکراین د‌ روسيي يرغل شاوخوا يو کال وشو، چې لا هم د دواړو خواوو ترمنځ توده جګړه روانه ده او د‌ ډېرو نړۍوالو هڅو سره سره يوه غاړه هم اوربند ته غاړه نه ږدي.

Back to top button