سيمه ييزې رسنۍ: د غور مواصلاتي لاره د زياتې واورې ورېدو له امله تړل شوې

پنجره ورځپاڼه: سیمه ییزې رسنۍ وايي ، چې په غور ولايت کې د زیاتې واورې اورېدو له امله د دغه ولايت له يو شمېر ولسواليو څخه تر مرکز پورې مواصلاتي لارې او همدارنګه د غور- هرات او غور- کابل لويې لارې هم تړل شوې دي.

په غور ولايت کې د طالبانو سيمه ييزو مسؤلينو له خلکو غوښتي چې د هوا تر ښه کېدو پورې دې خپل سفرونه وځنډوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د مرکزي ولایتونو په ګډون د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د شدیدې واورې او باران د اورېدو خبرداری ورکړی و.

Back to top button