ایران کې د حکومت ضد لاريون‌کوونکو د مرګ ژوبلې شمېر پورته شوی

پنجره ورځپاڼه: د ایران د بشري حقونو سازمان په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې د دغه هېواد د روانو لاریونونو له پیله تر دې دمه د ۶۴ ماشومانو او ۳۴ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۴۷۶ حکومت ضدي لاریون کوونکي وژل شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، تر دې دمه دوه کسان د لاریونونو په تړاو اعدام شوي او لسګونه نور لاریون‌کوونکي د اعدام له ګواښ سره مخ دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان په وينا، سره له دې چې ټول هېواد کې د لاریونونو له پیله تراوسه پورې له سلو زیاتې ورځې تېرې شوي؛ خو د سلګونو کسانو د وژل کېدو او د زرګونو کسانو د نیولو او د اعدام سزا سره بیا هم خلک د یو لوی بدلون او د اساسي حقونو د ترلاسه کېدو په موخه خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي.

د ايران خلک د دغه هېواد د اوسني حکومت له کړنو ناخوښه دي، نو ځکه يې پر ضد د څو مياشتو راهيسي لاريونونو ته مخه کړې ده.

Back to top button