په افغانستان د شوروي اتحاد کرغیړن يرغل

پنجره ورځپاڼه: له نن څخه کابو ۴۳ کاله مخکې په د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په ۶مه د افغان مظلوم ملت په خاوره اتحاد جماهیر شوروي، نظامي هوايي او ځمکني یرغل وکړ، چې کلونه کلونه یې له ځان سره بدبختي پرېښودې او مونږ د دوی دغه يرغل په کلکه غندو.

افغانان د جدي شپږمې ته، په خپل هېواد د شوروي اتحاد د يرغل ورځ وايي او هر کال يې په هېواد کې د تورې ورځې په نامه يادونه کېږي.

د شوروي اتحاد تر سلو زرو ډېرو پوځيانو، په زرهاوو ټانګونو او جنګي الوتکو سره د شپې په تیاره کې د افغانستان په حریم یرغل وکړ او په لومړیو عملیاتو کې یې د وخت ولسمشر حفیظ الله امین وواژه او پر ځای یې دوی خپل کس ببرک کارمل په ټانګونو سپور راوست او واک یې ورته وسپاره.

په افغانستان نه يوازې دا چې شوروي اتحاد يو يرغل وکړ، بلکې دوی هم ډېره بده پايله وليده، چې ۱۴ زره پوځيان يې مړه او زرګونه نور يې ټپيان شول.

د افغان ملت لپاره يې يوه بله بدختي دا وه، چې په جګړه ښکېلو دواړو خواوو ۸۰ زره کسان له لاسه ورکړل.

په افغانستان د شوروي اتحاد د تجاوز له وجې شاوخوا يو ميليون افغانان ووژل شول، په زرګونو يې معلوله او همداراز درې ميليونه نور بې وطنه او هجرت کولو ته اړ شول.

په افغانستان د‌ شوروي اتحاد د یرغل له وجې سلګونه ودانۍ ویجاړې، د دغه هېواد د کلونو فرهنګي میراثونه له خاوره سره خاورې شول او په ټوله کې دغه هېواد يو خپل ګلالی تصوير له لاسه ورکړ.

په افغانستان د شوروي اتحاد يرغل د ټولو جګړو پېلامه ده، چې له ۴۳ کاله وروسته افغان ملت د سولې ارمانجن دی، خو له بده مرغه د دغه تېري څخه د زياتو کلونو  تېرېدو سره، سره اوس هم جګړه په هېواد کې دوام لري او افغان ملت یې د قربانۍ پور پرې کوي.

په افغان خاوره د شوروي اتحاد ځواکونو اشغال او تېرى غندو او د شهيدانو روح ته دعا کوو.

Back to top button