ريچارډ بېنټ نړۍوالې محکمې ته: د جنسيت له مخې افغان نجونو سره په چلند غور وکړئ

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په يو تازه ټويټ کې ويلي، چې د جرمونو له نړۍوالې محکمې غوښتنه کړې، څو له افغان ښځو سره د جنسیت له مخې د طالبانو د چلند او ځورونې په هکله غور وکړي.

طالبانو د دوو جلا مکتوبونو له لارې په ښځو زده‌کړې او کار منع کړی. دوی لومړی ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د يو مکتوب له لارې امر کړی، چې تر امر ثاني پورې ښځو ته د زده‌کړو اجازه ور نه کړي.

همداراز د طالبانو د اقتصاد وزارت په يو مکتوب کې له ټولو بهرنيو او کورنيو غيردولتي مؤسسو څخه غوښتي، چې تر بل امر ثاني پورې د ښځو دندې وځنډوي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی بيا په دې تړاو وايي، پر ښځو او نجونو بندیزونه د بشري حقونو څخه سرغړونه ده او خبرداری یې ورکړی، چې دغه موضوع په جدي ډول تعقیبوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو بشردوستانه سازمانونو خبرداری ورکړی چې په روان ژمي کې د میلیونونو افغانانو ژوند په بېړنیو بشري مرستو پورې تړلی دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ريچارډ بېنټ وايي، پر طالبانو یې غږ کړی اساسي بشري حقونو ته پام وکړي او د نجونو پر زده کړه د بندیز پرېکړه بېرته واخلي.

Back to top button