بلوچستان ایالت کې پنځه پاکستاني پوځيان وژل شوي

پنجره ورځپاڼه: پاکستاني رسنۍ وايي، چې د بلوچستان ایالت د کاهان ولسوالۍ په کوهلو سیمه کې د پاکستاني پوځيانو د موټرو پر کاروان برید شوی، چې په نتيجه کې یې پنځه تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې دا په روانه اونۍ کې د دغه هېواد بلوچستان ایالت کې پر پوځيانو دويم برید دی، چې ترسره کېږي.

سرچينې زياتوي، چې تر دې وړاندې د بلوچستان کیچ سیمه کې هم پر پاکستاني پوځیانو برید شوی او د دغه پوځ څلور  تنه يې وژلي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ د روانې ډیسمبر میاشتې له ۲۴مې راهیسې د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د وسلوالو پر ضد چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

بلخوا بيا پاکستاني طالبانو هم د پاکستان حکومت پرضد د بریدونو پیلولو اخطار ورکړی او ويلي دي، چې چې دا بريدونه به دوام ولري.

د تازه برید مسؤولیت د بلوڅ ازادۍ پوځ ډلې منلی او د یوه مشر په شمول یې د اتو پوځیانو د وژلو او دریو نورو ټپي کولو ادعا هم کړې ده.

Back to top button