انتوني ګوترېش: پر ښځينه کارکوونکو بنديز به، په افغانانو لا سختي راولي

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، په غيردولتي مؤسسو کې به پر ښځينه کارکوونکو بندیز د سازمانونو چارو ته زیان ورسوي

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترېش په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، دا هغه وخت دی چې له افغانانو سره ډېرې بشردوستانه مرستې وشي، خو په افغانستان کې غيردولتي مؤسسو کې پر ښځينه کارکوونکو بندیز به، په افغانانو د لا ګڼې سختۍ راولي.

انتوني ګوترېش په دې پرېکړه خواشیني څرګنده کړې او په وینا يې طالبانو په دې کار سره د ښځو له حقونو څخه په ښکاره ډول سرغړونه کړې ده.

هغه همداراز ويلي، د ملګرو ملتونو سازمان او شریکان یې د نورو ملي او نړۍوالو نادولتي موسساتو په ګډون، له ۲۸ میلیونه زیاتو افغانانو سره چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري، مرسته کوي، خو ګوترېش د دې چارو د لا ښه سمون لپاره او بې له ځنډه او په خوندي توکه د دې خلکو د لاسنیوي لپاره په افغانستان کې د نجونو او ښځو فعالیت مهم ګڼلی.

Back to top button