Trending
پښتون ژغورنې غورځنګ په بلوچستان کې غونډه وکړه
وحیدالله ځدران
نن د ليندۍ په اوومه د بلوچستان ايالت په کوټه ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري ستره غونډه وشوه.
په دغه غونډه کې د ياد غورځنګ غړو د علي وزير او نورو فعالانو د خلاصون غوښتنه وکړه؛ چې د پاکستاني حکومت له لوري بنديان شوي دي.
په ياده غونډه کې د غورځنګ د مشر منظور پښتين په ګډون ګڼ شمېر مشرانو، فعالانو، مېرمنو او ماشومانو د حق غوښتنې په پار ګډون کړى و.
د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غونډه په څنډو کې د افغانستان درې رنګه بيرغ هم ليدل شوی، چې د افغانستان د ټولنيزو رسنيو کارکوونکو له لوري يې زياته ستاينه شوې.