پاکستان کې مېشت افغان خبريالان: نړۍواله ټولنه دې زموږ غږ واوري

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې يو شمېر افغان خبريالانو او د بشري حقونو فعالانو په يوې اعتراضي غونډې کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې له دوی سره خپلې کړې ژمنې سرته ورسوي.

دوی په دغه اعتراضي غونډه کې له امريکا، کاناډا او نورو اروپايي هېوادونو غوښتي، چې د انتقال په برخه کې ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

همداراز افغانان خبريالانو او د بشري حقونو فعالانو د ملګرو ملتونو سازمان څخه غوښتنه کړې، چې په پاکستان کې د دوی د ويزو ستونزې ژر تر ژره هوارې کړي، ځکه وېره لري، څو د دغه هېواد د پوليسو له خوا ونه نیول شي.

دغه راز دوی پر نړۍوالو نيوکه کړې، چې د اوکراین او روسیې له جګړې وروسته افغانان هېر شوي او د خونديتوب برخه کې ورسره دوه‌ګونی چلند روان دی.

افغان خبريالانو او د بشري حقونو فعالانو د پاکستان حکومت له لوري دوی سره د ناوړه چلند په اړه انديښنه ښودلې او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ څخه يې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي.

دوی د يوه پرېکړه ليک په خپرولو سره ويلي، چې په پاکستان کې يې ماشومان لومړنیو بشري حقونو ته لاسرسی نه لري او نړۍواله ټولنه يې بايد ژر تر ژره لاسنيوی وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو بيا ځلې واک ته تر رسېدو وروسته د بشري حقونو زرګونه فعالان، خبریالان او مدني فعالان امريکا، کاناډا او نورو اروپايي هېوادونو ته د لېږد په موخه پاکستان ته تللي، چې اوسمهال ګڼ شمېر يې هلته له ډېر ناوړه حالت سره مخ دي.

Back to top button