د اسلامي نړۍ اړيکو سازمان: د نجونو پر زده کړو بنديز له انساني ارزښتونو سرغړونه ده

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو د بنديز پرېکړې د غبرګونونو په دوام کې د اسلامي نړۍ د اړيکو سازمان هم دا پرېکړه د اسلامي لارښوونو خلاف بللې ده.

د دغه سازمان او د اسلامي نړۍ د عالمانو شورا مشر دوکتور شيخ محمد بن عبدالکريم العيسی ويلي، چې د طالبانو دا پرېکړه د اسلامي امت او اجماع سره په ټکر کې ده. د هغه په وينا، دا کار له نړۍوالو او انساني ارزښتونو څخه په ښکاره سرغړونه ده.

نوموړي زیاته کړې، هېڅ ډله دا حق نه لري، چې د عمومي استثنا په پلمه ښځې د تعليم له فريضې محرومه کړي او د ښځو لپاره ځيني تعليمي پړاوونه محدود کړي.

د اسلامي نړۍ د عالمانو شورا له طالبانو غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او د اسلامي امت د عالمانو د اجماع لاره خپله کړي.

د اسلامي نړۍ د اړيکو سازمان مشر او کڼو نورو علماوو  دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د روانې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ په یوه مکتوب کې  په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د  نجونو د زده‌کړو پر بهر بنديز ولګاوه.

Back to top button