يوې ايرانۍ ښځې له جراحۍ وروسته خپلې دواړه سينې وبايللې

پنجره ورځپاڼه: یوې ایرانۍ ښځې د استانبول ښار د سلطان قاضي سیمې په یوه کلینیک کې د جراحۍ وروسته خپلې دواړه سینې (تي) په بشپړه توګه له لاسه ورکړي او د پښو او خیټې د سخت درد په ګډون له ډېرو ستونزو سره مخ شوې ده.

ندا له دې کار سره غوښتل، چې د جراحۍ له لارې خپلې لویې سینې کوچنۍ کړي. د هغې هيله دا وه، چې دا عملیات يې په ایران کې وشي، خو د خپل خاوند په مشوره داسې یو کس ته ورغلې چې د يو ستر جراح ادعا يې کوله.

د ندا خاوند هغه کس په انسټاګرام کې موندلی و، چې کلینیک یې د استانبول په سلطان قاضي سيمه کې دی.

ندا کلینیک ته ۶۰ زره لیرې ورکړې وې، ترڅو خپلې سينې د جراحي له لارې کوچنۍ کړي،خو د جراحي وروسته، هغه له ټکان ورکوونکي حالت سره مخ شوه، ځکه چې سینې یې په بشپړه توګه بايللې وې. ندا وايي، چې اوس يې سينې د سړي په څېر دي او د پښې په برخه کې يې ډېر درد لري.

له نوموړې سره د دې پیښې وروسته، خاوند یې هم جلا شوی دی. په دې تړاو، د ندا لور ويلي، چې زما مور له دې کار سره یوازې غوښتل چې د هغې سینې يې یو څه کوچنۍ کړي. لور يې وايي، چې هغه يې د عملیاتو خونې ته نه وړله او سینې یې په عادي خونه کې وګنډل شوې. لور يې زياته کړې، چې اوس يې د مور سږي زیانمن شوي دي.

د ندا وکیل بيا ويلي، چې هغه کس چې ځان یې جراح معرفي کړی و، په حقيقت کې د‌سوريې د يو روغتون د عملي زده کړو کارکوونکی و.

Back to top button