Trending

نړۍوالې ټولنې د نجونو پوهنتونونو په تړاو د طالبانو وروستۍ پرېکړه غندلې

پنجره ورځپاڼه: نړۍوالې ټولنې د افغانستان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د مخنيوي  په تړاو د طالبانو وروستۍ پرېکړه په کلکه غندلې ده.

د نړۍوالې ټولنې په دې توندو غبرګونونو کې سپينې ماڼۍ او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په جلا جلا څرګندونو کې د طالبانو دا پرېکړه په کلکه غندلې ده.

سپينې ماڼۍ ويلي، چې د طالبانو دې پرېکړې سره به د دوی د حکومت مشروعیت نور هم تر سوال لاندې راشي.

نړۍوالې ټولنې دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د طالبانو لوړو زده کړو وزارت تېره ورځ ناوخته رسنيو ته په يوه لېږل شوي مکتوب کې په ټول هېواد کې د نجونو لوړې زده کړې تر امر ثاني پورې وځنډولې.

په سپینه ماڼۍ کې د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د کابل د اوسنيو واکدارانو دا د افسوس وړ پرېکړه پر ښځو او نجونو د هغوی د محدوديتونو لګولو یوه بله هڅه ده. سرچینې زیاته کړې د هغوی دغې پرېکړې سره به د افغانستان ۵۰ سلنه وګړي له زده کړو څخه محروم شي او دې سره به د افغانستان سرپرست حکومت له هغه مشروعیت څخه چې دوی یې غواړي نور هم بې برخې شي. سپینې ماڼۍ ویلي چې له خپلو متحدینو سره پر دې موضوع به اړيکو کې دي او له هغوی سره به په ګډه د افغان ښځو او نجونو د حقوقو لپاره کار کوي.

طالبان د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې داسې مهال تړي، چې د خپلې واکمنۍ بیا واک ته رسېدو سره سم يې لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل، چې ترننه د زده کړو دغه بهير په ټپه ولاړ دی او افغان نجونې له زده کړو محرومه پاتې دي.

Back to top button