د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې بندې شوې

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته په یوه لېږل شوي مکتوب کې ويلي، چې د کابینې د پرېکړې له مخې، تر بل امر ثانې پورې په پوهنتونونو کې د نجونو د زده‌کړو بهیر ودروي.

بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې هم د لوړو زده‌کړو وزارت دغه مکتوب لاس په لاس کېږي، چې په کې لیکل شوي، ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه مکلف دي، څو دا پرېکړه تر دې وروسته عملي کړي.

له دې سره جوخت د‌ طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي هم په خپله ټویټر پاڼه دغه مکتوب خپور کړی او هم یې خبریالانو ته منلې، چې دغه مکتوب سم دی.

طالبانو تر دې وړاندې له خپلې واکمنۍ په لومړیو کې په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې چې د خلکو او نړۍوالې ټولنې توند غبرګونونه یې راوپارول.

Back to top button