امریکا افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونه د ژورې اندېښنې وړه مسئله ګڼلې

پنجره ورځپاڼه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند نيډ پرایس رسنيو ته په تازه څرګندونو کې ويلي، متحده ایالات به تر هغو پورې له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې نه کړي، ترڅو چې دوی له خپلو خلکو سره په کړو ژمنو عمل ونه کړي.

امريکا دا غبرګونونه د طالبانو لخوا د حدودو جاري کولو پر مهال ښودلي دي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت يو  ځل بیا ټینګار کړی، چې له طالبانو سره هر ډول تعامل به د دوی له لخوا د بشري حقونو په برخه کې کړنو ته په کتو ترسره کېږي.

همداراز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، دوی طالبانو ته په ښکاره ډول ویلي، چې له امریکا، په ځانګړي ډول افغانانو سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

امريکا ټینګار کوي، چې د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو کړنو ته په کتو، تر اوسه دوی نه دي توانېدلي چې دا غوښتنې پر ځای کړي.

Back to top button