د کانګرس د پلټنو ځانګړې کمېټې د ټرمپ د محاکمې غوښتنه کړې

پنجره ورځپاڼه: د امریکا کانګرس ځانګړې کمېټه چې په دې ماڼۍ د ۲۰۲۱ کال د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو بريد په اړه څېړنې کوي، تېره ورځ یې غوښتنه کړې، چې د عدليې وزارت دې ټرمپ محاکمه کړي.

يادې کمېټې تر یو نیم کال زياتو پلټنو په وروسته تېره ورځ يوې غونډه کې ويلي، چې مخکيني ولسمشر په غیر قانوني توګه پلان درلود چې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو پایلې ونه مني، ګډوډي رامنځته کړي او په واک کې يې د پاتې کېدو لپاره یې خلک تاوتریخوالي ته هڅولي و.

د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د استازو مجلس یوې کمېټې چې ۷ ډیموکرتان او دوه جمهوري غوښتونکي یې غړي دي، د رایو په غوڅ اکثریت له څارنوالانو وغوښتل چې د امریکا د مخکني ولسمشر پر ضد څلور تورونه ثبت کړي.

Back to top button