خيبر پښتونخوا کې پر پاکستاني پوځيانو برید شوی

پنجره ورځپاڼه: پاکستاني رسنیو د خپل هېواد د پوځ له قوله ویلي، چې د خیبرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د يوه برید پر مهال پنځه پوځیان ټپیان شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دغه برید د شمالي وزیرستان د میرامشا او رزمک سیمې پر عمومي سړک د پوځيانو د موټرو پر کاروان شوی، چې پنځه تنه پوځيان يې ټپيان کړي دي.

پاکستاني پوځ خپلو رسنيو ته ويلي، چې بريد کونکی پر یوه موټرسایکل سپور و او د پوځ موټرو کاروان سره یې نږدې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم د پاکستان پوځ او د خیبرپښتونخوا ایالت چارواکو په دې تړاو څه ویلي دي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د روانې مياشتې په ۱۴ مه خیبرپښتونخوا کې د پاکستان پر پوځ ځانمرګی برید شوی و.

Back to top button