يوې ترکي محمکې د استانبول ښاروال له سياسي فعاليتونو منعه کړی

پنجره ورځپاڼه: ترکي رسنيو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد يوې محکمې د استانبول ښاروال او د ولسمشر رجب طیب اردوغان سرسخت حريف اکرم امام اوغلو له سياسي فعاليتونو منعه او پر زندان کې د بندي کولو حکم پرې شوی.

ترکي رسنيو د محکمې له قوله ويلي، چې هغه د ترکيې دولتي مقامونو ته سپکاوی کړی، نو ځکه يې پرې دا حکم ورکړی. همداراز رسنيو ويلي، چې محکمې د اوغلو د بند موده دوه کاله او اووه مياشتې اعلان کړې ده.

اکرم امام اوغلو په ۲۰۱۹ کال کې په داسې حال کې د استانبول ښاروال وټاکل شو چې تر ده مخکې دا څوکۍ د دوو نيمو لسيزو لپاره د اردوغان د عدالت او پراختيا له ګوند سره وه.

Back to top button