هرات کې د ګاز نيونې له امله پنځو تنو ژوند بايللی

پنجره ورځپاڼه: د هرات سیمه ییزې رسنۍ، د دغه ولايت د امبولانس امريت له قوله خبر ورکوي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې ولايت کې پنځه تنو د ګازي بخارۍ د ناسمې کارېدنې له امله ژوند بايللی دی.

د رسنيو د خپاره شويو معلوماتو له مخې دا دوه جلا پیښې د ياد ولايت په شيدايي او مسلخ سيمو کې رامنځته شوې دي.

تر دې وړاندې په غزني او کابل کې هم د ډبرو سکرو او د ګاز نيونې له امله د مړينې پېښې ثبت شوې دي.

افغانستان کې هر کال د ژمي په رارسېدو سره په بېلابېلو ولايتونو کې د ګازي بخاريو او ډبرو سکرو د ناسمې کارېدنې له امله د مړينې پېښې ثبتېږي.

Back to top button